له پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولین وايي، د هېواد په شپږو ولایتونو کې د پرون ورځې او تېرې شپې سېلابونو له امله دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد ویلي، دغو سېلابونو کې سل کورونه په بشپړ او جزيي توګه وران شوي او شاوخوا ۶۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. په ورته وخت کې د سېلابونو پرمهال یوشمېر زیانمنې شوې کورنۍ وايي، سېلابونو کې درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.



































