د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګ، لغمان، کاپیسا، پروان، غزني او زابل شامل دي. خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې ووسي. همدارنګه په شمالي، سویل ختیځو، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.



































