د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره اسلامي او انساني چلند وکړي. هغه دا څرګندونې د هرات ولایت د اسلامکلا بندر څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. حنفي ویلي، د افغان کډوالو هغه شتمني او مالونه چې په ایران کې پاتې دي، هېواد ته به را وګرځول شي. نوموړي ټینګار کړی چې د هېڅ افغان وګړي حق به له پامه ونه غورځول شي. ورته مهال، د سرپرست حکومت چارواکو څرګنده کړې چې د اسلامکلا بندر کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ټول لازم چمتووالی نیول شوی او هغوی ته بېلابېل خدمتونه برابر شوي دي.



































