د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د صنعتي ښارګوټي د څلورم فاز د ځمکو د ملکیت اسنادو د وېش او د پنځم فاز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. سرچینې ویلي، چې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د سرپرست حکومت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر شیخ حمدالله نعماني او یو شمېر نور چارواکو ګډون کړی و. مولوي عبدالسلام حنفي په یادو مراسمو کې ویلي چې دا مهال د افغانستان د پانګونې لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او هېواد باید له وارداتي حالت څخه صادراتي حالت ته واوړي. هغه پر صنعت کارانو غږ کړی، چې د لوړ کیفیت لرونکي توکي تولید کړي او د هېواد کورني محصولات باید له وارداتي اجناسو غوره وي.



































