د لوګر ولایت د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په محمدآغې، برکي برک، خروار او خوشي ولسوالیو کې د ۶۵ بې وزلو بزګرانو لپاره د شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره یادې شنې خونې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ( یو این ډي پي) له لوري جوړېږي. مسوولین وایي، د دې شنو خونو د جوړولو موخه د بزګرانو ملاتړ او بازار ته د تازه سبزیجاتو او موسمي توکو په وخت رسول دي. له یادو شنو خونو څخه برخمن شويو بزګرانو د کرنې له ریاست او مرسته کوونکې موسسې مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د کرنې د اصولو او تخنیکي سپارښتنو سره سم به خپلو کرنیزو چارو ته ادامه ورکوي.



































