د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي، چې یوازې د روان میلادي کال په جون میاشت کې نږدې ۸۰ زره افغان ماشومان له ایران څخه ایستل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۷ زره له دې ماشومانو څخه بې سرپرسته وو. له بله پلوه، یو شمېر را ایستل شوي افغانان شکایت کوي چې د ایران د سرحدي او امنیتي ځواکونو له لوري له بد چلند سره مخ شوي دي. د دوی په وینا، له مخکېنۍ خبرتیا پرته له خپلو کورونو وایستل شول او یوازې د تن له جامو سره ایران پرېښودو ته اړ شوي او نور ټول توکي یې هلته پاتې شوي دي.



































