د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېله د تېر کال په پرتله ۳ سلنه زیاته شوې ده. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو آمر قاري عبدالبصیر شاهد ویلي چې د (اف. جي. اې) موسسې په همکارۍ د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ او د مرکز په بېلابېلو سیمو کې لسګونو بزګرانو ته د انجې بوټي تخمونه وېشل شوي، چې د کرکیلې کچه یې لوړه کړې ده. هغه زیاته کړې چې تېر کال په دغه ولایت پر ۳۰۰ جریبه ځمکه د انجې بوټی کرل شوی و، خو سږکال پر نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه د انجې بوټي کرل شوی دی.



































