د هرات ښاروالۍ ویلي، چې روان کال دغه ښار کې د نږدې ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۰ پراختیايي پروژو چارې پیلوي. دغو پروژو کې د سړکونو، ویالو او ګلدانونو جوړولو سربېره د ښار روښانتیا او چاپېریالي زرغونتیا شامله ده، چې د هرات ښار ټولو برخو کې به پلې شي. د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، تېرکال د هرات ښاروالۍ د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت په دغه ښار کې ۱۶۰ سترې او کوچنۍ پروژې پلې کړې وې.



































