د پاکستان حکومت ویلي، چې د افغانانو د (پي او ار) کارتونو د مودې غځولو موضوع تر غور لاندې ده. سرچینې زیاتوي، چې اړوند ادارو ته خبرداری ورکړل شوی چې تر وروستۍ پرېکړې پورې د (پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو پر وړاندې کوم اقدام ونه کړي. په پاکستان کې اوس مهال شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانان د (پي او ار) کارتونو لرونکي دي، چې د تېر جون میاشتې په ۳۰مه نېټه یې د کارتونو موده پای ته رسېدلې ده.



































