د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی. په یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر، غزني، میدان وردګ، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا شامل دي. د سرچینې په وینا په بېلابېلو برخو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۴۵ ملي مترو وړاندوینه شوې ده.



































