د پنجشېر په پریان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي چې دغه پېښه د یاد ولایت د پریان ولسوالۍ په کوتل بام وردار سیمه کې د یوه فلانکوچ موټرد چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۳ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي، چې د پېښې ټپیان د رخې او عنابې ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.



































