د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون پرون له پاکستان او ایران څخه هېواد ته د ۵۱۳۲ راستنېدونکو افغان کورنیو د راتګ خبر ورکړی دی. یاد کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون د تورخم له لارې ۵۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۶۰ تنه وو خپلو ولایتونو ته انتقال شوي او ۲۲۰۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ له ایران څخه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۲۷۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۲ زره ۲۸۹ تنه وو، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او هلته له ۱۵۵۵ کورنیو سره ۱۳ میلیون ۱۵۲ زره افغانۍ مرسته هم شوې ده. له دغې لارې څخه ۱۴۵۷ مسافر هم خپل هېواد ته راستانه شوي دي.



































