د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (یو این ایچ سي ار) خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه تر ۱.۴ میلیونو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. یادې ادارې دا وضعیت د یو پراخ بشري ناورین په توګه یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې له ایرانه ستنیدونکي افغانان له رواني فشار او نیونو سره مخ دي. د راپورونو له مخې، افغانستان د دې پراخ شمېر کډوالو د منلو وړتیا نه لري او دا بهیر د بېکارۍ، فقر او موجودو بشري اړتیاوو ستونزې نورې هم زیاتوي. یو این ایچ سي ار وایي، چې دوی بېړنۍ مرستې لکه نغدي مرسته، خواړه، سرپناه او روغتیایي خدمات برابروي، خو د بودیجې د کمښت له امله دا مرستې یوازې د څو اوونیو لپاره دوام کولی شي.



































