د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، چې له هېواد څخه سعودي عربستان ته د عمره کوونکو لومړنۍ الوتنه ترسره شوه. دغه وزارت ویلي، چې یاده الوتنه، د کابل له نړۍوال هوایي ډګر څخه ترسره شوه، چې ۸۲ عمرهکوونکي یې سعودي عربستان ته ولېږدول. د حج او اوقافو وزارت د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس محمدنبي محمدي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د عمرې ادا کولو پر مهال به ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.



































