د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د درې نړیوالو خیریه او همکارو موسسو سره د ۲ میلیونه ۶۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي. دغه هوکړې د بشري حقونو د څېړنې او دفاع، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا او د بشري مرستو د همغږۍ موسسو سره شوې دي. د هوکړو له مخې، دغه مالي مرسته به د ۲۵۸ زره ۵۲۹ وګړو او ۲۴۰۰ بېځایه شویو، راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ولګول شي. مرستې به په ۲۸ ولایتونو کې د عامه پوهاوي، نغدي مرستو وېش، د غیر خوراکي توکو برابرولو، د کار په بدل کې د پیسو ورکولو، حقوقي مشورو او نورو برخو کې مصرف شي.



































