د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وایي، چې په تېرو نږدې دوو اونیو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان د اسلامکلا له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د متقي په خبره، ډېری دغه کسان د ایران د حکومت لهخوا په ډلهییزه توګه ایستل شوي دي. له ایرانه ځينې شړل شوي کسان وایي، له هغه وروسته چې اسراییلو پر ایران برید وکړ، په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو فشارونه او تاوتریخوالی زیات شوی دی. په همدې حال کې، د افغانستان سرپرست حکومت له ایرانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناسم چلند پای ته ورسوي.



































