د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د دې ولایت په مرکز پلخمري او یو شمېر ولسوالیو کې ۳۵۰ سړې خونې جوړې شوې دي. د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو مسوول ولي امرخېل وایي، دا سړې خونې له ۱۴۰۰ کال راهیسې د همکارو سازمانونو او دولتي ادارو په مرسته جوړې شوې دي. د هغه په وینا، دغه سړې خونې تر جوړېدو وروسته بڼوالو او بزګرانو ته ورکول کېږي، تر څو خپل کرنیز محصولات پکې وساتي او د بازار د ښه کېدو په وخت یې وپلوري. د یادو خونو د جوړېدو بشپړه بودجه نه ده مشخصه شوې، خو لګښت یې د بېلابېلو همکارو ادارو لهخوا برابر شوی دی.



































