د بامیانو په مرکز او دویم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۷ شبکو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې سپارل شوي دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو مسوول عبدالواحد لایق ویلي چې یادې شبکې د دویم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ اړوند په کتک سیاه در، ده سرخک، جنګلک سرمرغی، سیاه جوبک او سری تسري کلیو او همدارنګه د مرکز اړوند په خلنکاش او پای کوتل قرغنتو کلیو کې د ۴ میلیونه ۳۸۱ زره ۱۵۲ افغانیو په لګښت جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. یادې شبکې د اروپايي ټولنې د بشردوستانه مرستو د سازمان په مالي ملاتړ د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري جوړې شوې دي.



































