د پکتیا د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت د غنمو سږنیو حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی. د پکتیا کروندګر د غنمو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي او وایي، چې سږکال یې حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. د یاد ولایت بزګران وایي، چې ډېری خلک د غنمو په کرکیله بوخت دي خو ترڅنګ یې جوار، لوبیا، کچالو او نور حبوبات هم په زیاته پیمانه کرل کېږي. دوی په یادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کوي. د پکتیا کرنې ریاست مسوولین وایي، د همکارو موسسو په مرسته یې له بزګرانو سره د غنمو کروندې په وخت کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کړې، چې له دې امله سږنيو حاصلاتو کې هم زیاتوالی څرګندېږي.



































