د سمنګانو ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې دغه پرمختیايي پروژې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ، د حضرت سلطان ولسوالۍ په ۵ کلیو کې پلې کېږي، چې ټولیز لګښت یې ۱۱ میلیونه، ۲۴۵ زره ۷۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی. په یادو پروژو کې د ۷.۶ کیلومتره په اوږدوالي د سړکونو بیارغول او په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۸ استنادي دېوالونو، یو پل، د اوبو رسولو یوه شبکه، د ۴ چک ډیمونو، د ۳ بابه واشونو او د ۱۸۸ متره په اوږدوالي د یوه کانال جوړول شامل دي.



































