د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۶ مخابراتي سایټونو د نصبولو چارې پيل شوې. د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا سایټونه د یاد ولایت په هغو سیمو کې فعالېږي چې له مخابراتي چوپړتیاوو بېبرخې دي. بلخوا د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د دغو نویو سایټونو د نصب چارو پیل ته خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې په یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته سایټونه فعال کړي.



































