د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وایي، چې د روان کال د جون تر پای پورې ۹۴۹ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ زره له پاکستانه راستانه شوي دي. یوناما زیاتوي، چې سیمهییزو شخړو د راستنېدنې بهیر چټک کړی، او یوازې د جون په میاشت کې ۲۸۳ زره افغانان له ایرانه راستانه شوي دي. دا اداره خبرداری ورکوي چې راستنېدونکي کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې مرستې پراخې کړي.



































