د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې له سعودي عربستانه هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر بشپړ شوی، او وروستۍ الوتنه چې ۱۸۹ حاجیان پکې شامل وو، پرون د اریانا افغان هوايي شرکت له لارې کابل ته راورسېده. د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال شاوخوا ۳۰ زره افغانانو د حج فریضه ادا کړې، چې له ډلې یې ۱۸ تنه د ناروغیو او ترافیکي پېښو له امله په سعودي عربستان کې مړه شوي دي. ویل شوي چې دوه حاجیان په مدینه منوره او پاتې نور په مکه مکرمه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.



































