د کندهار ولایتي مسوولین وايي، دغه ولایت کې هره ورځ د چرګانو ۳۵۰ زره هګۍ توليدیږي او کندهار د هګیو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی. د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنيف حقمل وايي، د کورني توليد د زياتوالي له امله د تېر په پرتله کندهار ته له ایران او پاکستان څخه د هګيو واردات د کمېدو په حال کې دي. ده وویل، کندهار کې د توليد شویو هګيو کیفیت د بهرنیو په پرتله لوړ دی. په ورته وخت کې کندهار کې د چرګانو یوشمېر فارملرونکي له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه د هګیو پر وارداتو د بندیز غوښتنه کوي.




































