د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس ویلي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې له ۷۷۲ زرو څخه ډېر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. له دې ډلې ۶۷ سلنه یې د دوغارون، ۳۲ سلنه د میلک او یوه سلنه یې د ماهیرود له لارې افغانستان ته اېستلي دي. په همدې مهال د کډوالو او ستونزو د حل کمېسیون ویلي، چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۲۹ زره او ۳۸۲ افغان کډوال په زور راستانه کړل شوي دي. له دې ډلې ۴۶۵ کسن د تورخم او ۳۲۵ کسن د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه راستانه شوي، همداراز ۶۷۱۲ کسان د نیمروز د ورېښمو بندر او ۲۱ زره او ۸۸۱ تنه د اسلام کلا له لارې له ایران څخه په جبري توګه بېرته استول شوي دي.



































