د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مسوولین وایي، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د یو شمېر وزارتونو نږدې زر اداري پروسې ساده کړې دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره دولتي کارکوونکو ته د رهبرۍ، مدیریت او نورو اړوندو برخو کې د تجربه لرونکو استادانو له خوا مسلکي روزنه ورکړل شوې ده. چارواکي زیاتوي، چې دا روزنیزه لړۍ به د اړتیا له مخې دوام ومومي. دغه اداره وایي، د ملکي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، عادلانه ګومارنې او اداري بهیرونو د ساده کولو لپاره هڅې روانې دي.



































