د بغلان ولایت ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د برکې ولسوالۍ ودانۍ د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د بغلان ولایت د مقام دفتر رییس لعل محمد راشد باختر ویلي، چې د برکې ولسوالۍ مقام لپاره دغه ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د نوموړي په وینا دغه ودانۍ ۲۶ اداري خونو او د ټولو اړینو اسانتیاوو په درلودلو سره په معیاري بڼه جوړه شوې، چې ورسره به د مراجعینو او کارکوونکو ستونزې حل شي.



































