د خوست ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د سیمې اوسېدونکو په شخصي لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ولایتي چارواکو په وینا، دغه پل د ځایي خلکو او ځوانانو له خوا د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې د جوړېدو چارې یې په یوه نیم کال کې بشپړې شوې دي. دغه پل چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.



































