پوهنې وزارت ویلي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ښوونې او روزنې مسوولیت پر غاړه اخلي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې راستانه شوي زدهکوونکي به د هېواد په ټولو رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو دولتي او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذب شي، څو له خنډ او ځنډ پرته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.



































