د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت له سركونسل عبدالجبار تخاري سره کتلي. په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د ستونزو حل برخه کې د افغان ډيپلوماټانو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، هڅه کوي، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د افغان کډوالو هرې ستونزې ته رسېدنه وکړي. تخاري ویلي، چې د پاکستان د کراچۍ ښار له بندخونو ۴ زره او ۵۰۰ افغانان راخوشې شوي او د افغانانو پر وړاندې د ناسم چلند پېښې کمې شوې دي. د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه یاد ښار کې ځانګړې کمېټه رامنځته شوې او پر وخت یې د هېوادوالو ستونزو ته رسیدنه کړې ده.



































