د بغلان ولایت په صنعتي بغلان کې د لبنیاتو فابریکه چې دوه کاله وړاندې د اقتصادي او فني ستونزو له امله غیرفعاله شوې وه بېرته فعاله شوه. د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالکریم حذیفه ویلي، چې د شمالي او شمال ختیځو ولایتونو په کچه د لبنیاتو یوازنۍ ستره فابریکه همدا ده چې دوی فعاله کړې او په ښه کیفیت سره لبنیات تولیدوي او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کېږي. د بغلان د کرنې ریاست د حیواني روغتیا او خدمتونو آمر ډاکټر تاج محمد احمدزي ویلي چې دغه فابریکه په ورځ کې له ۱۲۰۰ څخه تر ۱۴۰۰ لېټره شېدو د پروسس وړتیا لري.



































