د کابل والي، امین الله عبید د پلازمېنې د هغه کمپ لیدلو ته ورغلی چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي پکې دېره دي. عبید د کډوالو د روغتیایي، ټولنیزو، ټرانسپورټي، د خوراک څښاک او ګڼو ستونزو ته رسیدنې په موخه په هره برخه کې ځانګړې کمیټې جوړې کړې او د دغو کمیټو له مسوولینو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د کډوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي. نوموړي له ملي پانګهوالو یې غوښتي چې له کډوالو سره خپلې مرستې وکړي.



































