د راپورونو له مخې د ایران حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې موده یې د وږي میاشتې تر پایه غځولې ده. سرچینو ویلي، له افغان کډوالو غوښتنه شوې چې تر یادې نېټې پورې د دوغارون له پولې خپل وتل بشپړ کړي. د تایباد ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي ویلي، ایران نور د کډوالو د مېلمهپالنې توان نه لري او افغان کډوال باید ژر تر ژره د ایران خاوره پرېږدي. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال هره ورځ شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې له ایران څخه وځي. جمشیدي ادعا کړې، چې ډېری کډوال خپل شخصي توکي او وسایل هم له ځان سره بېرته افغانستان ته انتقالوي.



































