د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، چې وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي. دغه سازمان ویلي، چې وچکالۍ د افغانستان د خلکو ستونزې لا ډېرې کړې دي او شمالي ولایتونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم شوي، څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم د کمېدو په حال کې دي. د خوړو او کرنې سازمان وایي، که څه هم وچکالۍ پر ټولو افغانانو ناوړه اغېز کړی؛ خو د کليوالو خلکو ژوند یې تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ کړی دی.



































