د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې ده. حامد کرزي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې مطیع الله تراب د هېواد او ولس ستونزې په شاعرانه احساس بیانولې او په شعر کې یې تل د یووالي پیغام رسوه. کرزي د مطیع الله تراب کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډګیرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.



































