د کابل- هرات پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښي له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه د هلمند د واشېر ولسوالۍ اړوند کارېز سيمه کې د کابل- هرات پر لويه لار د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دغه پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.



































