د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالۍ په کلالګو سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کارېز او کانال جوړولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره په یاده پروژه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۷۰ مترو په اوږدوالي کانال او یوه کارېز جوړول شامل دي. سرچینې ویلي، چې د کانال او کارېز په بشپړېدو سره به د سیمې ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. د مسوولینو په خبره دوی به د بزګرانو لپاره ورته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي څو خپل حاصلات به په ښه ډول راټول او بازار ته یې وړاندې کړي.



































