د پکتیکا ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د پوهنتون د احاطې جوړولو چارې د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادې پروژې چارې له هغه نوي ماسټر پلان سره هممهاله پیل شوې، چې له مخې یې پوهنتون ته ۳۴۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ټاکل شوې چې روان کال کې به د احاطې ۷۰ سلنه چارې بشپړې شي. د پکتیکا د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقدوس اعظمي ویلي، اکاډمیکو ځایونو ته پاملرنه اړینه ده او سرپرست حکومت دې برخې ته ډېر کار کړی، خو پکتیکا پوهنتون لا هم ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري چې دا غږ به موږ له مسوولو چارواکو او ولایتي ادارې سره په ګډه تر مشرتابه پورې رسوو.



































