د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د افغانستان د سرپرست حکومت له رییس الوزرا سره کتلي دي. په دې کتنه کې نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا ملا محمد حسن اخوند ته د پاکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې ده. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وایي، ملا محمد حسن اخوند د دې بلنې په ځواب کې ویلي، چې په مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړي. دغه راز د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف له رییس الوزرا سره کتلي او ویلي یې دي چې هېواد یې په نړۍواله کچه د افغانستان ملاتړ کړی او تر دې وروسته به هم دوام ورکړي. سعیدوف ملا محمد حسن اخوند ته د ازبکستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.



































