د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورټ او د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارتونو ترمنځ د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک شوه. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې، دغه هوکړه د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي او د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هر یوه محمد اسحاق ډار او بختیار سعیدوف په حضور کې لاسلیک شوې ده.



































