د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر، فلیپو ګراندي، نن سهار کابل ته راورسېد. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، کلیمالرحمان فاني وايي چې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یو ګډ مسوولیت دی او راستنېدونکي د بېړنیو مرستو ترڅنګ د سرپنا، زدهکړې او روغتیا په برخو کې دوامدارو خدمتونو ته اړتیا لري. فلیپو ګراندي ویلي، چې د سفر موخه یې د سرپرست حکومت له چارواکو او خلکو سره لیدنې او د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونه ده. هغه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ډلهییز ایستل یوه جدي ننګونه بللې، خو ډاډ یې ورکړ چې د کډوالۍ نړۍواله اداره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له کابل وروسته هرات ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو وضعیت له نږدې وڅېړي.



































