د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د دایکنډي د والي ویاند سید غضنفر کاظمي وایي چې د پاتو ولسوالۍ لپاره یوه معیاري ودانۍ د دغه ولایت له پراختیایي بودجې څخه د ۲۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې په بشپړېدو سره یې په اداري چارو کې اسانتیاوې برابرې شي. همدارنګه، د دایکنډي مرستیال والي احسان الله رحمتیار له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې رغنیز کارونه باید په لوړ کیفیت او معیارونو سره سم ترسره کړي.



































