د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي نن د یوه لوړپوړي پلاوي پر مشرۍ کابل ته سفر کوي. هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پاکستاني پلاوی به کابل ته د سفر پرمهال د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وګوري او پر دوه اړخیزو همکاریو به خبرې وکړي.



































