د مزارشریف ښاروالۍ په روان ۱۴۰۴ کال کې د یاد ښار په دوو دولسګونو ناحیو کې د ۲۶ بېلا بېلو پراختیايي او عمراني پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی. د مزارشريف ښاروال عبدالرحمن همت ویلي چې په یادو پروژو کې د سړکونو پخول او کانکرېټ کول، د کانالونو رغول او نور ښاري خدمتونه شامل دي، چې د مزارشریف ښار په دولسګونو ناحیو کې به په اساسي او معیاري توګه پلي شي. د نوموړي په وینا تېرکال هم ۴۳ پروژې د یادې ښاروالۍ په پلان کې وې، چې له دې جملې څخه د ۲۵ پروژو چارې یې بشپړې او ګټې اخیستڼې ته سپارل شوې دي او پاتې نورې یې د پلې کېدو په حال کې دي.



































