د افغانستان بانک ویلي، چې یو میلیارد، نهه میلیونه او ۸۶۷ زره مندرس بانکنوټونه یې سوځولي دي. د افغانستان بانک په وینا، دا پیسې د ټاکل شوي پلاوي له لوري د مرکزي زون، پکتیا او ننګرهار ولایتونو څخه را ټولې شوې وې. د افغانستان بانک دویم مرستیال محمد اخند له خلکو غوښتي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، څو د بانکنوټونو له بېوخته زړېدو او د بیا چاپ له لګښتونو مخنیوی وشي.



































