د دفاع وزارت لوی درستیز فصېحالدین فطرت د دغه وزارت د یو کلنو لاستهراوړونو د تشرېح پروګرام وویل، چې ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدول شویو چورلکیو په اړه خبرې روانې دي او په وینا یې، دغه چورلکې د افغانستان دي او دوی ترې نهتېرېږي. فطرت وویل، چې دفاع وزارت هڅه کوي، څو دغه چورلکې بېرته افغانستان ته راولېږدول شوي، خو په وینا یې، تراوسه په دې نهدي بریالي شوي چې په دې تړاو ګاونډیو هېوادونو ته قناعت ورکړي. هغه همداراز ټینګار کړی چې ناهیلي نهدي او په وینا یې، خپلې هڅه به وکړي، څو له ګاونډیو هېوادونو دغه چورلکې راوګرځوي.



































