د غزني په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې رییس میر نصیر احمد حسيني وايي، چې په ګېرو ولسوالۍ کې ۳ ښوونځیو او په اندړو ولسوالۍ کې ۲ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي، چې هره ودانۍ شپږ درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک اوبو او د لاس مینځلو منظم سیسټم لري. هغه له خلکو، ښوونکو او زده کوونکو غوښتي چې د ښوونیزو بنسټونو په ساتنه کې فعاله ونده واخلي او دا یې د ټولنې ګډ مسوولیت وباله.



































