په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره یې ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې دا بودیجه د ملګرو ملتونو د مرستو له بېړني صندوق څخه برابره شوې ده. فلیچر ټينګار کړی چې دا پیسې له زیانمنوونکو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې دي. د یادونې ده چې د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه ایستل کېږي او په پولو کې له ناڅرګند برخلیک لکه د سرپناه نشتوالي، روغتیايي ستونزو او د خوړو له کمښت سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) له راستنېدونکو د ملاتړ لپاره د ډېرې بودیجې غوښتنه کړې وه.



































