د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزېزي، د کابل ښار نواباد سیمه کې د امیر دوست محمد خان ښوونځي تاریخي ودانۍ د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې د سړک جوړونې په بهیر کې دې د دې تاریخي ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وشي. نوموړي زیاته کړه، چې تاریخي ودانۍ د هېواد د فرهنګي هویت برخه ده او باید د ښاري پراختیا په پلانونو کې د دوی ارزښت له پامه ونه غورځول شي. بلخوا د کابل ښاروالۍ د فني او مسلکي کمېټې غړو ډاډ ورکړی، چې هڅه به وکړي ترڅو د سړکونو پراخولو پر مهال تاریخي ابدات له زیانمنېدو وژغوري. دوی ویلي، د امیر دوست محمد خان ښوونځي د ودانۍ د خوندیتوب په تړاو خپلې څېړنې بشپړوي او وروستۍ موندنې به د ښاروالۍ مشرتابه ته وړاندې کړي. یاده موضوع وروسته له هغه راپورته شوه، چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په نواباد سیمه کې د امیر دوست محمد ښوونځي پر تاریخي ودانۍ د ښاري پراختیا او سړکونو پراخولو نقشه راغلې ده.



































