په تورخم کې د کډوالو د لیږد امر بخت جمال ګوهر ویلي، چې له د پاکستان له بند خونو ۱۲۲ افغانان را خوشي شوي دي. هغه وایي، “دغه کډوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، پرون افغان لورې ته سپارل شوي چې یو شمیر يې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد هم لري. د ګوهر په خبره، راخوشي شوو کډوالو له دوو ورځو نیولې تر دریو کلونو په پاکستان کې د بند موده تیر کړې ده. نوموړي زیاته کړې په راخوشي شویو کسانو د ننګرهار، لغمان، پروان، کابل، خوست او پکتیا ولایتونو اوسیدونکو وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي.



































